کابل کې دوو چاودنو یو تن وژلی او ۲ نور ټپیان دي

ارشیف، کابل کې د یوې چاودنې په سیمه کې راټول شوي پولیس

کابل پرون له غرمې وروسته د دوو چاودنو شاهد و.

امنیتي چارواکو رسنیو ته په استولو معلوماتو کې ویلي چې لومړۍ چاودنه نږدې څلور نیمې بجې په پښتونستان واټ کې شوې چې په‌کې یو کس وژل شوی دی.

په خواله رسنیو د دې چاودنې وېډیو خپره شوې چې په‌کې یو سراچه موټر په داسې حال کې چې شاوخوا یې د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه ده د ماین چاودنې هدف ګرځي.

د کابل پولیسو همدارز ماښام مهال په بګرامي سیمه کې د یوې بلې چاودنې خبر ورکړی دی.

په دې چاودنه کې چې د پولیسو په یوه رنجر موټر شوې دوه پولیس ټپيان شوي دي.

تر اوسه پورې چا د دغو بریدونو مسؤلیت نه‌دی منلی.

افغان چارواکو په مکرر ډول طالبان د دغو مقناطیسي ماین چاودنو مسؤلین بللي، خو طالبان دا ادعاوې ردوي.