په هند کې د ژغورنې او مرستې رسونې ډلې د هغو لږترلږه ۱۸۰ کسانو پلټنه کوي، چې پرون له سیلاوه وروسته لادرکه شول.
په اتراکنډ ایالت کې وروسته تر دې سېلاب راووت چې د همالیا د غرونو د طبیعي کنګلونو یوه برخه ونړېده.
تراوسه په دغې پېښه کې د لږترلږه اتلسو کسانو مړينه تایید شوې خو د دې وېره شته چې د مړوشویو شمېر به له دې زیات وي.
د سېلاونو له کبله د اوبو د برښنا یوه پروژه چې کارپرې روان و، ویجاړه شوې او د برښنا د تولید یوه بله دستګا زیانمنه شوې ده.
ویل شوي، چې ډېر تري تم شوي کسان د دغو دواړو پروژو کارکونکي دي.
سیل کورونو او پلونو ته هم زیان اړولی دي.