د یوه بیرل تېلو بیه په څه باندې یوه کال کې له ۶۰ ډالرو اوښتې او پانګه وال هیله من دي چې د کرونا د وبا له امله اقتصادي رغونه به د تمې خلاف په چټکۍ پیل شي.
د لندن د اومه تېلو په بازار کې نن د یوه بیرل تېلو بیه په سلو کې یو اعشاریه درې زیاته او څه باندې ۶۰ ډالرو ته پورته شوه.
دا د تېرکال د جنوري له میاشتې راهیسې لومړی ځل دی چې د تېلو بیه دومره لوړېږي.
د چین له خوا له مخکینیو اندازو زیات د تېلو مصرف او هغه اعتماد چې واکسینونو بېرته احیا کړی، د تېلو د بیو د لوړېدو ځينې علتونه بلل شوي دي.
په نړۍ کې د کرونا خپرې شوې وبا د تېلو پر صنعت ډېره بده اغېزه کړې او تېرکال چې له تقاضا زیات یو ميليارد بیرله تېل تولید شوي و، د یوه بیرل بیه یې صفر ته را لوېدلې وه.
خو کله چې د تېلو د تولیدونکو او صادرونکو ټولنې اوپیک د تېرکال په اپرېل کې موافقه وکړه چې تولید به کموي، د تېلو بیه ورسره یوڅه بېرته پورته وخته.