د افغانستان د ملي امنیت شورا: طالبان باید سولې ته لومړیتوب ورکړي

له ترکمنستاني چارواکو سره د طالب پلاوي لیدنه او پر ټاپي پروژې خبرې

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي، طالبان باید په افغانستان د جګړې بندېدو او سولې ته لومړیتوب ورکړي نه دا چې له خپله وسه پورته خبرې وکړي.

د دې شورا ویاند رحمت‌الله اندړ دغه څرګندونې پرون په کابل کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له ویندویانو سره په یوه ګډه خبري غونډه کې د تاپي پروژې د امنیت د ټینګښت په برخه کې د طالبانو د وروستۍ ژمنې په غبرګون کې وکړې.

اندړ وویل، طالبانو ته پکار ده چې د سولې په برخه کې پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

ښاغلی اندړ زیاتوي: "د ټاپي پروژې د امنیت لپاره موږ نهایت زیات ځواکونه لرو. دوی هغه څه چې ژمنه‌یې وکړه او وعده‌یې وکړه چې دوی سوله کوي، بین‌الافغاني مذاکراتو ته ژمن دي او معنی‌داره مذاکرات کوي همغو ته دې راشي، هلته دې کېني. هغه لومړیتوب دی، هغه د دې هېواد تر هر څه لومړیتوب دی."

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم پرون په یوه ټویټ کې ولیکل چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یوه پلاوي ترکمنستان ته په سفر کې د هغه هېواد له چارواکو سره په لیدنو کتنو کې د ټاپي او رېلګاډي د پروژو د امنیت په ګډون د دغو پروژو د عملي کېدو په برخو کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند ښاغلي اندړ یو ځل بیا طالبان تورن کړل چې د سولې لپاره اراده نه‌لري ځکه‌یې مذاکره کوونکي پلاوي د سیمې هېوادونو ته په سفرونو بوخت دي. تر اوسه د دې ډلې پلاوو، له تهران، مسکو او تاشکند څخه لیدنې کتنې ترسره کړې دي.

ویل کېږي له شاوخوا درې اوونیو راهیسې په قطر کې د افغان دولت او د طالبانو ترمنځ خبرې په ټپه درېدلې دي.