د افغانستان د کورنیو چارو وزارت: طالبانو د جګړو په ډګر کې ماتې خوړلې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو د جګړو په ډګر کې ماتې خوړلې ځکه‌یې په کابل او نورو ښارونو کې د مقناطیسي چاودنو په ګډون د نا امنیو پر زیاتوالي ډېر تمرکز کړی دی.

د دې وزارت ویاند طارق ارین پرون په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، امنیتي ځواکونو هم د ښار د امنیت د ټینګښت د هڅو په ترڅ کې په دې وروستو کې د نا امنیو د پېښو په تړاو د طالبانو په ګډون شاوخوا ۳۰۰ ترهګر نیولي او په لسګونه ماینونه او نورې چاودېدونکې وسیلې یې شنډ کړي دي.

ښاغلی ارین زیاتوي: "لږترلږه په تېره یوه میاشت کې په کابل کې ۳۰ حلقې ماینونه شنډ کړای شوي دي. دا په دې معنی چې د ۳۰ فاجعو مخه نیول شوې ده. دغه ماینونه د سړک د غاړې ماینونه، مقناطیسي او استقامتي ماینونه وو او هدف‌یې هم د خلکو وژل و."

ښاغلي ارین دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې پرون یکشنبه هم کابل د دوو مقناطیسي ماین چاودنو شاهد و.

د امنیتي چارواکو په وینا په دغو چاودنو کې چې په نهمه ناحیه او ۱۲مه ناحیه کې وشوې، دوه کسان‌ ژوبل شوي دي.