د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل ویلي چې د روسیې او اروپايي ټولنې ترمنځ اړیکې داسې مرحله کې دي چې په اړهیې باید یوه مهمه پرېکړه وشي.
بورېل دغه څرګندونې له مسکو څخه تر کتنې وورسته وکړې، هغه کتنه چې د ده په وینا ډېره پېچلې وه.
ښاغلي بورېل پرون وویل، روسیې ته د سفر په ترڅ کې یې لانجمن خبري کنفرانس او له دې هېواده د اروپایي ټولنې د درېیو ډیپلوماتانو ایستل، د دې څرګندونه کوي چې روسي چارواکو ونهغوښتل چې له دغه فرصت څخه له اروپایي ټولنې سره د رغوونکي ډیالوګ لپاره ګټه پورته کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له بورېل سره د فبرورۍ په پنځمه په خبري کنفرانس کې اروپایي ټولنه د اعتماد وړ شریکه ونهبلله.
له هغه لږ وروسته مسکو له روسیې څخه د درېیو، د سویډن، پولنډ او جرمني د ډیپلوماتانو د ایستلو خبر ورکړ او ویېویل چې دغو ډیپلوماتانو د جنوري په ۲۳مه په هغو مظاهرو کې ګډون کړی و چې د کرملېن د منتقد الکسي ناوالني په ملاتړ شوې وې.