د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جورج شولتز د ۱۰۰ کلنۍ په عمر مړ شو

امریکایي پېژندل شوی سیاستوال او د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جورج شولتز

امریکایي پېژندل شوی سیاستوال او د دې هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جورج شولتز چې د سړې جګړې په پای ته رسولو کې یې هم ونډه درلوده، د ۱۰۰ کلنۍ په عمر مړ شو.

د هوور بنسټ پرون اعلان کړ چې ښاغلی شولتز د فبرورۍ په شپږمه مړ شو.

دغه بنسټ نوموړی یو مهم پالېسۍ جوړونکی وباله. ښاغلي شولتز د امریکا له پخوانیو درېیو ولسمشرانو سره دندې ترسره کړې وې.

نوموړی د رونالډ رېګن د جمهوري ریاست په دوره کې چې له ۱۹۸۲ نه تر۱۹۸۹ کلونو پورې د بهرنیو چارو وزیر و، ډېر مشهور شو.

ښاغلی شولتز تر هغه وړاندې د ریچارډ نیکسن د جمهوري ریاست په دوره کې د خزانې او د کار د وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.