ایران د نړۍ له اټومي قدرتونو سره د خبرو لپاره نوى شرط کېښود

آیت‌الله علي خامنه‌اي

د ایران رهبر ایت الله علي خامنه ای وايي، که امریکا متحده ایالتونه غواړي چې ایران د نړۍ له اټومي قدرتونو سره تړون ته ور وګرځي، ټول بندیزونه دې له تهرانه لرې کړي.

د ایران دولتي ټلویزیون د راپور له مخې علي خامنه اي نن په دې اړه خبرې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې دا د ایران قطعي سیاست دی او څوک ترې نه شي ګرځېدی.

له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف له امریکا غوښتی و چې ژر تر ژره دې اټومي تړون ته ور وګرځي.

د امریکا مخکیني ولسمشر ډونالډ ټرم په ۲۰۱۸ کال کې له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون ووت او په دغه هېواد یې سخت بندیزونه ولګول.

تهران یې په ځواب کې کرار کرار د تړون ځینې برخې نقض کړې او ویې ویل، چې نور به ورته متعهد پاتې نه شي.

د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي، چې دغه تړون ته د بیا ورګرځېدو په لارو چارو څېړنې کوي او که تهران د دې اټومي موافقې کره پلي کولو ته ستون شي واشنګتن به هم دا لار تعقیب کړي.