اتمر: پر افغان خاوره راکټي بریدونه د منلو نه دي

آرشیف: عکس تزیئني بڼه لري

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان سفیر ته ویلي، چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر افغان خاوره راکټي بریدونه د منلو نه دي.

ښاغلي اتمر د پاکستان له سفیر منصوراحمد خان سره نن په بهرنیو چارو وزارت کې لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي چې اتمر په دې لیدنه کې د پاکستان له سفیر وغوښتل چې د راکټي بریدونو په تړاو د افغانستان اندېښنې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ته ورسوي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو له لارې د ستونزو په هواري ټینګار وکړ.

د راپورونو له مخې تېره اوونۍ د کونړ ولایت په شلتن او د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ باندې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې لسګونه راکټونه لګېدلي وو.

که څه هم افغان چارواکي د پاکستان پوځ د دغو بریدونو مسوول بولي خو پاکستاني چارواکو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.