په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه غونډه پيل شوې

په پېښور کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د جوړې شوې غونډې انځور

په پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه غونډه روانه ده.

د راپورونو په اساس د غونډې د ځای سره خوا او شا د موبايل فون سيګنلې او انټرنېټ پرې شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) يو مشر او د پارلمان غړي، محسن داوړ نن د فبرورۍ په ۷مه، پر ټويټر ليکلي چې په بنو کې پولیسو هغه کسان نيولي چې غوښتل يې دې جلسې ته ورشي.

د پېښور پوليسو یوه مسوول صادق شاه د ازادې اروپا مشال راډیو ته وویل، چې دوی سره د پي ټي ايم د نیول شوو کسانو هيڅ راپور او نومونه نه شته.

پښتون ژغورنې غورځنګ د پېښور جلسه د ارمان لوڼي د دوهم تلين په مناسبت جوړه کړې.

لوڼی دوه کاله مخکې په بلوچستان کې د يوې مظاهرې په مهال مړ شوی وو.

هغه وخت پوليسو ويلي وو، چې په ده د زړه حمله راغلې خو پښتون ژغورنې غورځنګ ادعا کړې وه چې هغه پوليسو وهلی ځکه مړی شوی دی.