مزارشریف کې پراخې مظاهرې؛ که تښتول شوی عبدالرؤف خوشې نه‌شي لارې تړو

مزارشریف کې مظاهره کوونکي

نن په مزارشریف ښار کې د ترکمنانو له‌خوا پراخې مظاهرې وشوې.

مظاهره‌چیانو د سړي تښتوونکو له منګولو د نهه کلن عبدالرؤف د ژغورلو لپاره راوتلي دي.

د تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي په حکومت نیوکه کوي چې په سلو ورځو کې یې د هغه زوی نه‌دی ژغورلی.

محمد نبي زیاته کړه: "دوی هم ملت دی. دولت ملت ته ځوابګویه دی. همدوی هم رایه ورکړې. که اشرف غني رئیس جمهور وي زما غږ دې واوري. دغو خلکو رایه ورکړې. لکونه، ملیونونه کسانو رایه ورکړې ده. ته په سلو ورځو کې د دې خلکو غوښتنې ته لبیک نه‌شې ویلی. یو نهه کلن معصوم ماشوم نه‌شې موندلی د تا راتلونکې ته به څه امېد ولرو؟"

مظاهره‌چیانو ګواښ وکړ چې که په ۷۲ ساعتونو کې حکومت د عبدالرؤف په موندلو بریالی نه‌شي دوی به د حیرتان، اقنه او شېر خان بندر لارې وتړي.

د بلخ والي تېره اوونۍ ویلي و چې د عبدالرؤف د قضیې په تړاو ۲۰ وار پوځي عملیات بې‌نتیجې پای ته رسېدلي.

وړوکی عبدالرؤف څه باندې سل ورځې مخکې له بلخ تښتول شوی.