امریکا او عربستان پر سیمه‌ییز امنیت، بشري حقونو او د یمن پر جګړې خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د سیمه‌ییز امنیت، بشري حقونو او د یمن د جګړې په اړه خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس پرون (شنبه) په یوه بیان کې ویلي، بلېنکن د بشري حقونو د ښه کېدو او د جګړې د پای ته رسېدو په شمول د متحده ایالاتو د نوي حکومت پر څو کلیدي لومړیتوبونو خبرې وکړې.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس بیا ویلي، فیصل بن فرحان خپل امریکايي ساري ته د بهرنیو چارو وزیر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي وویله، ویې‌ویل چې حکومت‌یې له واشنګټن سره همکارۍ ته سترګې په لار دی.