امریکا یمن کې د حوثي اورپکو ډله د ترهګرو له لېسته باسي

یمن کې حوثي اورپکي

ټاکل شوې د امریکا متحده ایالات یمن کې د حوثي اورپکو ډله د ترهګرو له لېسته وباسي.

دا ګام په یمن کې بشري ناورین ته د یوه ځواب په توګه پورته کېږي.

د امریکا مخکېنۍ ادارې د یمن د حوثيانو وسله‌واله ډله د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شامله کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا اعلان یوه ورځ وروسته تر دې وکړ چې ولسمشر جو بایډن وویل، په یمن کې د سعودي په مشرۍ د پوځي ائتلاف ملاتړ یې پای ته ورساوه.

د دې ائتلاف مأموریت ته په یمن کې د سعودي عربستان او ایران د نیابتي جګړې په سترګه کتل کېدل.

ملګرو ملتونو د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دا کار به د هغو ملیونونه یمنیانو د ژوند په ښه کېدو اغېز وکړي چې دا مهال د ژوندي پاته کېدو لپاره په بهرنیو مرستو متکي دي.