د پاکستان په باجوړ کې یوې قومي جرګې پر ځايي مېرمنو ځیني بندیزونه ولګول

ارشیف، د پاکستان باجوړ سیمه کې یوه اعتراضیه غونډه

د پاکستان په لیرې پرته باجوړ قبایلي سیمه کې قومي جرګې پر ځايي مېرمنو ځیني بندیزونه لګولي دي.

د جرګې د پرېکړې له مخې ښځې له دې وروسته نه‌شي کولای چې دغلته د ماشومانو د سهولت مرکزونو ته ولاړې شي او یا هم اېف اېم راډیوګانو ته ټیلیفون وکړي.

د ماشومانو د سهولت مرکزونو کې چې د حکومت له‌خوا جوړ شوي، تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته واکسین ورکول کېږي او میندو ته‌یې د میاشتې دوه‌نیم زره روپۍ.

جرګې ویلي که کومې نجلۍ یا مېرمنې له دې پرېکړې سرغړونه وکړه، نو کورنۍ به‌یې ۱۰ زره روپۍ جریمه کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو خپرې شوې یوې وېډیو کې ښودل کېږي چې د باجوړ یو ځايي مشر سیدالرحمان جرګې ته د وینا پر مهال د دې بندیزونه خبره کوي او دغه‌راز وایي، له دې وروسته به کوم بنجاري هم د دوی سیمې ته نه‌پرېښودل کېږي.

پرون د باجوړ ډپټي کمېشنر په يوه اعلاميه کې ويلي پر ښځو دا بندیزونه د هغوی له بشري حقونو سرغړونه ده.