تندر قول اردو : د غزني په ګيلان کې ۸ طالبان ووژل شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

تندر قول اردو د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په عملیاتو کې د لسو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

۲۰۳ تندر قول اردو په یوه نوې خبرپاڼه کې وايي چې افغان ځواکونه د ګيلان ولسوالۍ په شینکي کلي کې د تصفیوي عملیاتو پر مهال له طالبانو سره ونښتل چې په نتیجه کې اته طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.