د برما په پلازمېنه کې ۳ زره کسان د کودتا پر ضد راټول شول

میانمر کې راټول شوي اعتراض کوونکي

د میانمر یا برما په پلازمېنه ینګون کې نن شنبه (د سلواغې ۱۸مه) شااوخوا درې زره کسان د سلواغې د دیارلسمې نېټې د پوځي کودتا پرضد د اعتراض لپاره راټول شول.

معترضانو- چې ډېره برخه یې محصلان او ښوونکي وو، د اونګ سان سوچي په مشرۍ د ډیموکراسۍ د ملي لیګ د سمبول په رنګ سره بیرغونه رپول او د پوځ پرضد یې شعارونه ورکړل.

د دې پوځي کودتا پرمهال چې امریکا او ډېری لویدیځو هېوادونو وغندله مېرمن سوچي، چې عملاً د میانمر دولتي مشره وه، ونیول شوه.

د میانمر دولتي رسنیو نن راپور ورکړ چې د پوځ مشرانو یوه ورځ مخکې په دې هېواد کې له دېره ډیپلوماتانو سره د نړیوالو د اعتراضونو په اړه خبرې وکړې او له هغو څخه یې وغوښتل چې له نویو مشرانو سره همکاري وکړي.