شاهین قول اردو: ۳ ولایتونو کې ۲۵ طالبان وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال

شاهین قول اردو د شمال په درېیو ولایتونو- فاریاب، بلخ او سرپل کې د پوځي عملیاتو پر مهال د ۲۵ طالبانو د وژل کېدو او ۲۰ نور د ټپې کېدو خبر ورکوي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په یو بیان کې چې نن شنبه (د سلواغې ۱۸مه) سهار خپور شو ویلي چې تېره شپه د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې په یوه هوايي حمله کې لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اوه نور ټپیان دي.

د بیان له مخې د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې پرون ماسپښین د طالبانو پر مرکزونو په درېیو هوايي حملو کې ۱۱ طالبان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.

شاهین قول اردو همدا راز د سرپل ولایت په سوزمه کلا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د څلورو طالبانو د وژل کېدو او پنځو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.