چارواکي: سږ هلمند کې د میوو ۴۰۰ جریبه سوداګریز بڼونه جوړېږي

ارشیف

د افغانستان کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وايي، هلمند کې سږ کال د میوو ۴۰۰ جریبه سوداګریز بڼونه جوړېږي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا بڼونه د نیالګیو کېنولو پروګرام په لړ کې جوړېږي چې تردې دمه د ۱۵۲ زره او ۲۰۰ مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګیو سربېره د خصوصي سکټور په مرسته څه باندې یو میلیون نیالګي تولید او پر بزګرانو او بڼوالو وېشل شوي دي.

د ښاغلي رستمي په وینا، د دې لپاره چې هلمند یو ګرمسېر ولایت دی، د نیالګیو اېښودو لړۍ په کې د سلواغې په میاشت کې پیل او د کب تر پایه ادامه لري.

نوموړی زیاتوي، د هلمند ولایت د ناوې، نادعلي، نهرسراج او ګرمسېر ولسوالیو کې د کرنې ریاست اړوند د سولې بنسټ پروګرام له لارې د مېوو د ۴۰۰ جریبه بڼونو د جووړلو لړۍ هم پيل شوه.

د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت د هلمند ولایت له خلکو غواړي چې دې کمپاین کې ونډه واخلي او د ونو او نیالګیو ساتنې او څارنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.