بلېنکن: امریکا شین جین، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو ملاتړ کوي

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، جګپوړي چینایي ډیپلوماټ یانګ جیچي ته یې وویل چې متحد ایالاتونه په شین جین، تبت او هانګ کانګ کې د بشري حقونو او ډیموکراټیکو ارزښتونو ملاتړ کوي.

ښاغلي بلېنکن د ټیلیفوني مکالمې پرمهال د اویغور مسلمانانو، تبتیانو او په هانګ کانګ کې د ډیموکراسي پلوه د حقونو لپاره پر پیکنګ فشار راوست.

وروسته تردې چې جوبایډن د امریکا د ولسمشر په توګه رسماً چارې پیل کړې دا د امریکا او چین د جګپوړیو چارواکو ترمنځ لومړۍ ټیلیفوني خبرې دي چې پرون وشوې.