کندهار کې غبرګې چاودنې؛ یوې چاودنې ۲ملکیان وژلي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د کندهار ښار په عینو مېنه کې نن جمعه (د سلواغې ۱۷مه) دوه چاودنې وشوې چې په یوه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د امنیه قوماندانۍ ویاند جمالناصر بارکزي د یوې چاودنې په اړه ازادي راډیو ته وویل: "د عینو مېنې په دشت سیمه کې د ملکي وګړو پر ټکسي موټر د ماین چاودنه شوې چې په نتیجه کې دوه تنه په شهادت رسېدلي او درې نور ټپیان دي."

ښاغلي بارکزي وویل، په لومړۍ چاودنه کې چاته زیان نه دی اوښتی.

د غورک ولسوال جمعه خان ازادي راډیو ته وویل چې د دې برید هدف دی و.

د دې حملو مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی.