"د ناوالنۍ توقیف مسکو سره د اروپايي ټولنې اړیکې خورا سړې کړې"

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بورېل او د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر وايي، د روسیې د اپوزیسیون د بندیوان مشر الکسي ناوالنۍ توقیف او د هغه د پلویانو ځپلو له مسکو سره د اروپايي ټولنې اړیکې خورا زیات ساړه کړي دي.

جوزېپ بورېل دا څرګندونې نن جمعه (د سلواغې ۱۷مه) د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره له کتنې وروسته وکړې.

ښاغلي بورېل زیاته کړه: "ما ښاغلي لاوروف ته د خپلې ژورې اندېښنې پیغام ورساوه، د الکسي ناوالني د خوشې کېدو پر غوښتنه او په زهري موادو د هغه د مسمومېدو په اړه د بې پرې تحقیقاتو پر اړتیا مې ټینګار وکړ."

بورېل نن مسکو ته خپل پنځه ورځنی سفر پیل کړ. اروپايي هېوادونو د ناوالنۍ نیول او د هغه د پلویانو ځپل سخت غندلي دي.

ناوالنۍ نن یوې محکمې ته حاضر شو، څو پر ټویټر د خپلې یوې تبصرې په اړه بې بنسټو تورونو ته ځواب ووايي.

ناوالنۍ تورن دی چې په دې تبصره کې یې د دوهمې نړیوالې جګړې هغه ګډونوال ته سپکاوی کړی چې د روسیې په اساسي قانون کې د بدلونونو د ملاتړ لپاره د ټولپوښتنې په تجارتي اعلان کې څرګند شوی و.

چارواکي وايي، ناوالنۍ دا سړی او په اعلان کې ښکاره شوي نور کسان د روسیې شرم او خاینان بللي دي.

د روسیې په لسګونو ښارونو کې د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره په اعتراضونو کې تر دې دمه له لس زرو زیات کسان نیول شوي دي.