د قرغزستان پخوانی صدراعظم جمالییف د اداري فساد په شک ونیول شو

د قرغزستان پخوانی صدراعظم کوبانیچبېګ جمالییف

د قرغزستان پخوانی صدراعظم کوبانیچبېګ جمالییف چې له ۲۰۱۵میلادي کال راهیسې د پارلمان غړی دی، د اداري فساد په شک ونیول شو.

د ملي امنیت لپاره دولتي کمېسیون پرون پنجشنبه(د سلواغې ۱۶مه) وویل چې جمالییف به د څېړنو د دوام پر مهال د دوو میاشتو لپاره تر محاکمې مخکې په توقیف کې وي.

د دغو څېړنو څرنګوالی معلوم نه دی، خو ویل شوي چې په درغلۍ، له قدرته په ناوړه استفاده او د جایدادونو په قوالو کې د ده د رول په اړه دي.

جمالییف په قرغزستان کې پر ګڼو دولتي څوکیو کار کړی چې د ټرانسپورټ او ارتباطاتو وزارت او په ۱۹۹۸میلادي کال کې د صدارت څوکۍ هم په کې راځي.