د امریکا متحد ایالتونو او فرانسې له لبنان څخه وغوښتل چې یو حکومت جوړ کړي او د هغې چاودنې د تحقیقاتو نتیجه ژر تر ژره خپره کړي چې شپږ میاشتې مخکې یې بېروت ولړزاوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر جان اېف لودریان پرون په یوه ګډ بیان کې وویل چې لبنان یوه بااعتباره اغېزمن حکومت ته اړتیا لري چې د نړیوالو د مرستو د جذبېدو لپاره اصلاحات پلي کړي.
په دې بیان کې همدا رز راغلي دي چې د اګسټ په څلورمه په بېروت کې د شوي چاودنې داسې تحقیقات وکړي چې سیاسي مداخله په کې نه وي.
په دې چاودنه کې تر ۲۰۰ ډېرکسان ووژل شول چې ترهغې وروسته د لبنان کابینې استعفا وکړه.