پولیس: کابل کې تر ۳۰۰۰ لېټره ډېر شراب ونيول شول

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې تر درې زره لېټره ډېر شراب ونيول شول.

له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د سلواغې د مياشتې په ۱۴مه نېټه د کابل ښار په څلورمه ناحيه کې عملیات وکړل چې په نتيجه کې يې ۳۸۰۰ لېټره (بير) نومې شراب ونيول شول.

په پام کې وه چې دا شراب پر دوکاندارانو وپلورل شي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي چې د دې قضيې په په تړاو يو تن هم نيول شوی دی.