د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې د هېواد د زعفرانو (سرو طلاوو) سږني حاصلات نږدې ۲۱ ټنو ته رسېدلي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکنډي هغه ولایتونه دي چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي.
ښاغلي رستمي زیاته کړه: "په ۱۳۹۹ کال کې په نږدې اووه زره او ۹۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي و. له دې ډلې د هرات په ولایت کې اووه زره او ۳۱۷ هکټاره ځمکه او په ټولهییزه توګه د نورو ولایتونو په نږدې ۵۰۰ هکټاره ځمکه کې زعفران کرل شوي و."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان زعفرانو په دې وروستیو کې په نړۍ کې لومړی مقام ترلاسه کړی.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي په پام کې لري چې په ۱۴۰۰م کال کې هم یاد فعالیتونو ته دوام ورکړي تر څو په راتلونکي کال کې هم د زعفرانو د حاصلاتو کچه لوړه شي.