د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړ

ارشیف، د کابل شهزاده سرای مخ ته یو شمېر راټول شوي صرافان

د افغانستان د صرافانو ملي اتحادیې د راتلونکې اوونۍ د شنبې له ورځې د پلازمېنې په ګډون په ټول افغانستان کې کاربندیز اعلان کړی دی.

د افغانستان د صرافانو او پولي خدمتونو د سراسري شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، تر هغې چې د دوی غوښتنې او ستونزې هوارې نه‌شي مارکېټونه به تړلي وي.

په اعلامیه کې راغلي د افغانستان بانک دې د پخوا په شان انفرادي صرافیو او پولي خدمتونو ته جوازونه توزېع او تمدید کړي او د دوی فعالیتونه دې د صرافانو مقررې مطابق قانوني کړي.

له دې وړاندې د انفرادي صرافیو جوازونه درې کلن و.

د صرافانو ملي اتحادیه وايي، د صرافانو له وړاندیزونو او نظریو پرته د افغانستان بانک د دوی جوازونه ملغی کړي دي.

دوی ټینګار کوي چې د صرافۍ شرکتونو او انفرادي صرافیو مالیه باید ثابته وي او له ۱۳۹۶ کال تر ۱۳۹۹ کاله مالیات دې په هغه کال مجرا شي.