د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر مسکو ته ځي

جوزف بورېل

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل نن په درې ورځني سفر مسکو ته ځي.

نوموړی دغه سفر داسې مهال ترسره کوي چې د روسیې د اپوزېسیون د مشر الکسي ناوالنۍ د زنداني کېدو او د مظاهرو کوونکو د ځپنې په خاطر پر مسکو د لوېدیځو هېوادونو انتقادونه زیات شوي دي.

له روسي چارواکو سره د بورېل د خبرو یوه مهمه موضوع به همدا وي.

بورېل ټینګار کړی چې دی به په دې سفر کې په دې اړه کرملېن ته ښکاره پیغام ورکړي.

دا به له ۲۰۱۷ کال وروسته روسیې ته د اروپایي ټولنې د یوه لوړپوړي چارواکي لومړی سفر وي چې ترسره کوي یې.

ښاغلي بورېل د روانې اوونۍ په پیل کې ویلي و، کله چې هر څه ښه مخ ته نه‌ځي، نو باید په‌کې مداخله وکړئ.

مسکو د ناوالنۍ د خوشې کېدو لپاره د لوېدیځ غوښتنو ته پام نه‌دی کړی.

ناوالنۍ چې په زهرجن ګازو مسموم شوی او د درملنې لپاره جرمني ته تللی و، د جنوري په ۱۷مه مسکو ته له بېرته ستنېدو سره سم ونیول شو.

نوموړي ته یوې محکمې د مخکېني درې نیم کلن تعلیقي بند څخه د سرغړونې په تور د نږدې درې کلونو تنفیذي بند سزا ورکړه.