په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د مقناطیسي ماینونو د چاودنو له زیاتوالي وروسته، کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې په خپل احتیاط او دقت سره د دغو ماینونو د مخنیوي هڅه وکړي.
دغه وزارت پرون ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، موټر لرونکي باید د موټر له روانولو مخکې او یا هم له درولو وروسته د خپل موټر شاوخوا چک کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د مقناطیسي ماینونو یوه بڼه د لاس د ورغوي په اندازه ده او په اسانۍ سرهیې "ترهګر" په موټرو پسې نښلولی شي.
د خبرپاڼې له مخې د دغو ماینونو ګڼ شمېر کاروونکي نیول شوي، خو بیا هم دغه څپه پای ته نهده رسېدلې.
وروستیو کې د دغه ډول ماینونو قربانیان تر ډېره دولتي کارکوونکي، خبریالان، دیني عالمان او مدني فعالان دي.