د روسیې صدراعظم میخایل میشوستین د پخواني شوروي اتحاد له څلورو جمهوریتونو سره د هوایي کرښو او رېل ګاډي د فعالیتونو د بیا پيل فرمان لاسلیک کړ.
د فرمان له مخې راتلونکې اوونۍ د مسکو او د بلاروس د پلازمېنې مېنسک ترمنځ د رېل فعالیتونه له سره پیلېږي.
د مسکو او مېنسک ترمنځ د الوتنو شمېر هم په اوونۍ کې پنځو ځلونو ته زیاتېږي.
د فرمان له مخې د مسکو او د قرغزستان د پلازمېنې بشکېک ترمنځ هم الوتنې په اوونۍ کې درې ځلونو ته زیاتېږي.
له اذربایجان او ارمنستان سره هم د پروازونو د زیاتېدو خبره شوې ده.