افغان چارواکي: پاکستاني پوځ پر کونړ توغنديز بريدونه کړي

د کونړ سرحدي سیمه. ارشيف

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تور پورې کړ، چې د پاکستان پوځ د کونړ پر شلتن سیمه او د ډیورنډ په امتداد د استوګنې پر ځایونو د توغندیو ډزې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي، چې دا بریدونه په سختو ټکو غندي او ژر تر ژره باید پاکستان له دې ډول تهاجمي بریدونو لاس واخلي او په راتلونکې کې یې تکرار نه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دا ډول هڅي د دواړو هېوادونو پر اړیکو ډېر منفي اغېز کوي او که ادامه پیدا کړي د پایلو مسوولیت به د اسلام آباد پر غاړه وي.

پاکستان تر اوسه دا نه ده منلې، چې د دوی پوځیانو د افغانستان دننه د توغندیو برید کړی دی.