د پکتیکا د لسو ولسوالۍ اوسېدونکي: حکومت دې ارګون ولایت کړي

په پکتیکا کې د لسو ولسوالیو د اوسېدونکو د غونډې انځور

په پکتیکا کې د لسو ولسوالیو اوسېدونکو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولایت په توګه د ارګون د بدلېدو غوښتنه وکړه.

د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د لسو ولسوالیو اوسېدونکي راټول شوي او له افغان حکومته غواړي چې د ارګون او ترڅنګ یې لسو ولسوالیو ته تر ولایت پورې ارتقا ورکړي.

دوی وایي، ارګون او ورڅېرمه نهه ولسوالۍ یې د مساحت، نفوس، د خلکو ټولنیزو اړتیاو او غوښتنو ته په کتو باید دوه لسیزې وړاندې ولایت شوې وای، خو په خبره یې اوس هم ناوخته نه دی او چارواکي دې د دوی غږ واوري

د غونډې یو ګډونوال اسحاق ارین وایي: مثلاً که ارګون ولایت شي، زر نوي کادرونه په دنده ګمارل کېږي، همدومره په زرګونو نورو کسانو ته به ټیټې دندې پیدا شي، د پکتیکا د لویې جغرافیې له امله د حکومت او خلکو واټن بیخي ډېر زیات شوی، ځکه دوی رسیده ګی ورته نشي کولی."

برمل، ګیان، زیړوک، نکه، سروضه، ارګون، سروبي، شکین، نعمت اباد، ګومل او چهاربران هغه رسمي او غیر رسمي ولسوالۍ دي، چې اوسېدونکي یې د ارګون په نوم د یوه نوي ولایت غږ پورته کوي.

د پکتیکا د والي ویاند غازي دانش له ازادي راډيو سره په خبرو کې د یادو لسو ولسوالیو د اوسېدونکو غوښتنه پرځای بولي او وایي، هیله لري چې مرکزي اداره یې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

هغه وویل:"ارګون او نهه ولسوالۍ یوه پراخه سیمه ده، دا دې دوی حق دی، موږ یې ورسره تاییدو چې مرکزي دولت یې دا غوښتنه واوري او د تطبیق په مورد هغه څه چې دوی ته د منلو وي، اقدامات وکړي."

پکتیکا د هېواد په سوېل ختیځ کې پروت دی، اوسېدونکي او فعالان یې وایي، د ناامنیو او د مرکزي ادارو د کمې پاملرنې له امله ګڼې ولسوالۍ له زیاتو اسانتیاوو بې برخې دي او د ملکي ادارو تر څنګ په نظامي ادارو کې د تشکیل د کمښت له امله ددې ولایت ډېرې سیمې د وسله والو طالبانو تر کنترول لاندې دي.