کندهار کې نامعلومو وسله والو یو ملا امام وژلی

ارشیف، د کندهار ښار یوه څنډه

په کندهار کې نامعلومو وسله والو نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) یو ملا امام وژلی دی.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل چې پر مولوي عبدالباقي نن تر غرمې دمخه وسله والو موټر سایکل سپرو حمله کړې ده.

ښاغلی بارکزی زیاتوي: "نن سهار لس بجې د کندهار د نهمې حوزې په مربوطاتو کې ملا عبدالباقي د ناپیژاندو وسله والو له خوا ویشتل شوی دی. د دې پېښه علت او انګېزه تراوسه معلومه نه ده."

مولوي عبدالباقي کندهار ته د ولسمشر غني د وروستي سفر پر مهال د دیني عالمانو په استازیتوب خبرې کړې وې.

تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.