چارواکي: بلخ کې د غوښو د چرګانو تولیدات ډېر شوی

ارشیف، افغانستان کې د چرګانو یو فارم

د افغانستان صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې وروستیو کې په بلخ ولایت کې د غوښو د چرګانو تولیدات ډېر شوي دي.

د دې وزارت ویاند، فواد احمدي ازادي راډیو ته وویل، په بلخ ولایت کې د غوښې د چرګانو پنځه فابریکې فعالیت کوي چې هره میاشت ۵۰۰ زره غوښین چرګان تولیدوي.

د ښاغلي احمدي په خبره، دغه فابریکې په یوه ورځ کې ۴۰ ټنه د چرګانو غوښې د بلخ ولایت او ورڅېرمه سيمو بازارونو ته د خرڅلاو په موخه استوي.

نوموړی زیاتوي، د دوی د شمېرنې له مخې، افغانستان د چرګانو د غوښو او هګیو له اړخه ځان بسیاینې ته نږدې شوی دی او په دې وروستیو کې هېواد ته د چرګانو د غوښې او هګیو واردات تر ډېره راکم شوي دي.

په بلخ ولایت کې یادې فابریکې د چرګوړو د تولید په موخه، له ایران، پاکستان او ازبکستان هېوادونو هګۍ را وردوي.