چارواکي: لغمان کې د بېرې ۴۰۰ هکټاره ځنګلونه جوړ شوي

د افغانستان په نقشه کې د لغمان ولایت

د افغانستان د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په لغمان ولایت کې د بېرې ۴۰۰ هکټاره ځنګلونه جوړ شوي دي.

د دې وزارت ویاند اکبر رستمي د چهارشنبې (د سلواغې ۱۵مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د دې نیالګیو د کېښودو لړۍ دوه کاله وړاندې د خوړو نړیوالې ادارې ' WFP' په مرسته پیل شوې چې په یاده موده کې یې ۶۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

ښاغلی رستمي زیاتوي، یاد ځنګلونه د شاتو مچیو د روزنې د صنعت د پرمختګ او د شاتو د تولیداتو د زیاتوالي په پار جوړ شوي دي.

د نوموړي په وینا لغمان سره د ننګرهار، نیمروز، هلمند او کندهار ولایتونه هم د بېرې ځنګل جوړولو لپاره مناسبه اقلیم لري او د بېرې ونې په هغو ولایتونو کې چې ګرمه هوا لري ښه وده کوي.

د کرنې اوبو لګونې وزارت د معلوماتو له مخې مچۍ د بېرې ونې له ګلونو ګټه پورته اخلي او د باکیفته شاتو د تولید او زیاتوالي په برخه کې رغنده رول لري.