ارزګان چارواکي: چنارک کې موټر بم بريد ۴ سرتيري وژلي

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د ارزګان چارواکي وايي، تېره شپه شااوخوا دوه نیمې بجې د مرکز ترينکوټ اړوند چنارک سيمه کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر يوې امنيتي قرارګاه موټر بم بريد کړی دی.

د ارزګان والي محمد عمر شېرزاد نن چهارشنبه (د سلواغې ۱۵مه) ازادي راډيو ته وویل چې په دې برید کې څلورافغان سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي: "چنارک سیمه کې برید د ملي اردو دوه تنه سرتیري، یو ملي پولیس او یو سُنګري وژلی دی او ۳ نور سرتیري یې ټپیان کړي دي."

ښاغلی شېرزاد زیاتوي، سیمې ته تازه دمي ځواکونه رسيدلي او وضعیت یې کابو کړی دی.

خو په يادې قرارګاه کې سرتېري او عیني شاهدان بیا وايي دې چاودنې ۵ سرتیري وژلي او ۵ نور یې ټپيان کړي دي.

همداراز د ترينکوټ د ولايتي روغتون ډاکټران هم وايي، د تېرې شپې د چاودنې له ځايه ورته د ۵ وژل شويو سرتیرو جسدونه او ۵ ټپیان ور وړل شوي دي.

تر دې دمه ددې پېښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.