د صنعت او سوداګرۍ وزارت: افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا زیاته شوې

آرشیف، په هرات کې د ممیزو یوه کارخونه

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د پانګونې له زیاتېدو خبر ورکوي.

دغه وزارت وایې، د سولې دوهم پړاو خبرو سره په هېواد کې پانګونې ته د خصوصي سکټور لېوالتیا زیاته شوې ده.

د ياد وزارت ویاند فواد احمدي نن سې شنبه (د سلواغې ۱۴مه) ازادي راډیو ته وویل چې دغه لړ کې د صنعتي فابرېکو جوړول هم زیات شوي او یوازې په تېر دسمبر میاشت کې د خصوصي سکټور ۱٫۹ میلیارد افغانيو پانګونې سره پنځه فابرېکې جوړې شوي.

نوموړي وویل، دغه فابریکې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې جوړې شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایې، افغانستان دا مهال خپل ۶۵ سلنه تولیدات په کور دننه تولیدوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د نوېو فابریکو په جوړېدو سره زرګونو کسانو ته کاري زمینې هم برابرې شوي دي.