د ننګرهار په مومندره کې د سوداګریزو زده کړو انسټیټیوټ ته اور اچول شوی

په مومندره کې د سوځول شوي انسټيټيوټ يوه څنډه

د ننګرهار چارواکي وايي، چې تېره شپه په مومندرې ولسوالۍ کې د سوداګریزو زده کړو انسټیټیوټ ته اور اچول شوی دی.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې نن سهار خپره شوه ویلي، چې دا کار علم او پرمختګ دښمنانو کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې امنیتي چارواکو او پر وخت وژلی خو په پېښه کې د سولې او آزادۍ په نوم د دې انسټیټیوټ دوه خونې له وسایلو سره سوځېدلي دي.