د هرات پولیس په اوبه ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د یوې درنې نښتې خبر ورکوي.
د دې ولسوالۍ امنیه قوماندان حامد الکوزي آزادۍ راډیو ته وویل، چې نښته نن د سهار په اتو بجو د ولسوالۍ په بازار کې پیل شوه او تراوسه روانه ده.
اوبه چې د هرات ښار په سل کیلومترۍ کې پرته ده د هرات له ډېرو ناامنه ولسوالیو څخه ده.
ښاغلي الکوزي دوه ورځې مخکې آزادۍ راډیو ته ویلي و، چې یوازې د دې ولسوالۍ بازار له دولتي ځواکونو سره دی او پاتې سیمې د طالبانو په ولکه کې دي.