ترکیې او آذربایجان د ارمنستان سرحد ته نږدې پوځي تمرینات پیل کړي

آرشیف

د ترکیې او آذربایجان ځواکونو د ارمنستان سرحد ته نږدې په ختیځه اناتولیه کې پراخ پوځي تمرینات پیل کړي دي.

دا ژمني پوځي تمرینات چې پرون د فبروري په لومړۍ پیل شول او د فبروري تر ۱۲مې نېټې به دوام وکړي، د دې دوو ترک ټبرو متحدانو ترمنځ د اړیکو د پراختیا وروستۍ نښه ده.

د ترکیې دفاع وزارت پرون په یوه بیان کې وویل، د دې تمریناتو هدف په ژمنیو شرایطو کې د پوځي عملیاتو د همغږۍ او د مسلکي وړتیاوو یقیني کول دي.

ترکيې د آذربایجان او ارمنستان ترمنځ د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې پرسر د شپږو اونیو جګړې پرمهال د آذربایجان کلک ملاتړ وکړ.

ترکي او روسي ځواکونه اوسمهال د آذري او ارمني ځواکونو ترمنځ پر اوربند د څارنې لپاره د آذربایجان په خاوره کې عملیات کوي.