په تخار کې د اوبو یو لوی کانال جوړېږي

په تخار کې د دې کانال په جوړېدو به د خلکو ډېرى ستونزې حل شي.

په تخار ولایت کې د اوبو د يو لوی کانال د جوړېدو کار پیل شوی، چې په بشپړېدو به یې د شاوخوا ٢١ کلیو د اوبو ستونزې هوارې کړي.

د جوی دراز په نوم دا کانال نږدې ۱۵ کلیومتره اوږدوالی لري، چې د ایستلو چارې یې پیل شوي دي.

چارواکي وايي، د کانال ایستلو په دې چاره کې څه باندې درې زره کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابرې شوې ده.

د تخار د چارواکو په وینا، چې پر دغې پروژې ۳۵۰ زره امریکايی ډالره لګښت راځي چې مالي لګښت یې د جرمنې د پراختیايي بانک له لورې ورکول کېږي.

د تخار ولایت د کلیو د بیارغونۍ او پراختیا رئیس انجنیر صبغت الله نظري وايي، چې د دې پروژې کار د ۱۸ میاشتو په موده کې بشپړ کېږي.

هغه وویل: "ددې کانال په بشپړېدو سره به څه باندې ۴ زره او ۴۰ جریبه کرنیزې ځمکې او باغونه او دغه راز څه باندې ۶۰۰ سوه جریبه شاړې ځمکې خړوبې شي او دغه ټولي ځمکې به دوه فصله شي. د دې پروژې په بشپړېدو سره به د خلکو اقتصاد هم وده وکړي."

چارواکي وايي، د تالقان ښار اړوند د کنج علی بیک په سیمې کې له کلونو راهیسې کروندګرو له خپلو کرنیزو ځمکو د اوبو نشتوالی له کبله یوازې یو فصل حاصل ترلاسه کاوه، خو د دې پروژې په بشپړېدو سره بزګران کولي شي په خپلو کروندو کې دوه فصل کښت وکري.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د دې پروژې کار د تالقان د خطایان سیمې څخه پیل او د ګوره پوست خور په کلۍ کې پای ته رسېږي او په دې واټن کې به ۲۱ کلي ددې کانال له اوبو څخه برخمن شي.

تخار په شمال ختېځ زون کې یو کرنیز ولایت دي، د معلوماتو له مخې ددې ولایت ۸۰ سلنه اوسېدونکي يې په مالدارۍ او کرنه بوخت دي او د سیمې د ډېرو خلکو ورځني عواید له همدې درکه دي.