په قطر کې د دولت مرکچيانو پر بېلابېلو موضوعاتو بحث کړى

په قطر کې د سولې د بين الافغاني مذاکراتو په پرانيسغونډه کې د افغان دولت مرکچي پلاوي انځور. ارشيف

په قطر کې د دولت مذاکره کوونکي پلاوي په افغانستان کې د دایمي اوربند پر اړتیا او نورو موضوعاتو بحث وکړ.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي پرون ناوخته په دې انلاین غونډه کې د مذاکره کوونکي هیئت مشر معصوم ستانکزي او ځینو نورو غړو د ناټو د غړو هېوادونو له سفیرانو سره د بشري، ښځو او اقلیتونو د حقونو په ملاتړ کې د ناټو پر همکاریو هم خبرې وکړې.

د سولې په چارو د دولت وزارت په یو لړ ټویټونو کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي، سټیفانو پونتيکوروو وویل، چې ناټو د افغانستان د سولې بهیر په تړاو خپلو ژمنو ته متعهده ده.

په وروستیو کې د دولت مذاکره کوونکو د طالبانو لوری تورن کړی، چې د سولې مذاکرو ته لېوالتیا نه ښيي او سفرونه یې پیل کړي دي.