په نګورنو قره باغ جګړه کې د نیول شويو کسانو د خوشې کولو غوښتنه وشوه

په نګورنو قره باغ سيمه کې د روسيې سوله ساتى سرتېرى.

د ملګروملتونو د بشري حقونو متخصصینو د ټولو هغو بندیانو د سمدستي خوشې کېدو غوښتنه کړې ده، چې د بېلتون غوښتونکې سیمې نګورنو قره باغ پر سر د ارمنستان او ګرجستان ترمنځ وروستۍ جګړې په ترڅ کې نیول شوي دي.

په جینوا کې مېشت د ملګروملتونو د بشري حقونو دفتر نن په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې دواړه هېوادونه باید کلتوري دودونو ته درناوی وکړي او د هغو کسانو مړي چې په دې جګړه کې وژل شوي، د هغوی کورنیو ته وسپاري چې ښخ یې کړي.

دواړو هېوادونو د نګورنو قره باغ پر سر شپږ اونۍ سخته جګړه وکړه، چې د مسکو په منځګړیتوب د تېر کال د نومبر په نهمه پای ته ورسېده.

د ملګروملتونو د بشري حقونو ډلې ویلي، چې په دغه جګړه کې له ۴۷۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.