تندر قول اردو: لوګر کې ۶ وسله‌وال طالبان ووژل شول

ارشيف، لوګر کې د افغان ځواکونو عمليات

په لوګر کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل: "تېره ورځ وسله‌والو طالبانو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د «بیدک» په سیمه کې د افغان ځواکونو پر پوستو پلان درلود چې د دفاعي ځواکونو د کمین په پایله کې ۶ تنه طالبان وژل شوي او ۴ تنه‌یې مرګوني ټپيان شوي."

د مومند په وینا په دې برید کې د طالبانو اړوند یو ډاډسن موټر او یو اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي، او د څلورو تنو جسدونه د جګړې په ډګر پاتې دي.

د مومند په وینا په برید کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.