جو بایډن نن د خپلې ادارې د بهرنۍ پالېسۍ مهمې برخې اعلانوي

د امریکا ولسمشر جو بایډن

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن نن د وینا په ترڅ کې د خپلې ادارې د بهرنۍ پالېسۍ مهمې برخې اعلان کړي.

بایډن له دې مخکې ویلي و چې د مخکېنۍ د ټرمپ د ادارې د څلور کلنې پالېسي لوری به چې لومړۍ امریکا باندې ولاړه وه، بدل کړي او د نړۍ له هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره به د متحده ایالاتو اړیکې بېرته اعاده کړي.

د بایډن د ادارې د یوه چارواکي له قوله چې امریکایي ان بي سي نیوز او سي اېن اېن ته‌یې خبرې کړي ویل شوي چې بایډن به په دې وینا کې پر دې چې امریکا په نړۍ کې کوم ځای لري، تمرکز وکړي.

تمه ده چې بایدڼ به د خپل نوي د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن چې ویلي یې دي د دغه وزارت مسؤلیت داسې مهال اخلي چې د ټرمپ د ادارې په وخت کې په‌کې مورال ډېر ټیټ شوی و، کلک ملاتړ وکړي.

بایدڼ د جنورۍ په ۲۰مه د ولسمشر په توګه د لوړې د پر ځای کولو په مهال وینا کې ژمنه وکړه چې له خپلو متحدانو سره به اړیکې بېرته ترمیم کړي او د نړۍ په مسایلو کې به ډېر ښکېل شي.