په قطر کې د دولت مذاکره کوونکي هیئت ځینو غړو د مسلمانو عالمانو د نړیوالې اتحادیې له مشرتابه سره د سولې پر موضوع خبرې وکړې.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د مذاکره کوونکي هیئت غړو مولوي عطاالله لودین، مولوي عنایتالله بلیغ او محمد ناطقي پرون په دوحه کې د مسلمانو عالمانو نړیوالې ټولنې له مشرتابه ډاکتر احمد الریسوني او ډاکتر قره داغي سره وکتل.
د اعلامیې له مخې، د مسلمانو عالمانو نړیوالې اتحادیې مشرتابه ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه مشروعیت نهلري.