بلاروس کې د پرونیو مظاهرو ۱۶۰ ګډونوال ونیول شول

بلاروس کې مظاهرې او اعتراضونه

په بلاروس کې د پرونیو مظاهرو پر مهال ۱۶۰ تنه نیول شوي دي.

مظاهره‌چیانو یو ځل بیا له الکساندر لوکاشینکا وغوښتل چې له واکه لیرې شي.

په نیول شویو کسانو کې یوه سویسۍ خبریاله لوزیا تیس چرګي هم شامله وه.

کله چې په مېنسک کې د سویس سفارت دې پېښه کې مداخله وکړه، دغه خبریاله بېرته خوشې شوه.

بلاروس کې د الکساندر لوکاشینکا پر ضد د تېرې اګسټ میاشتې له ټاکنو راهیسې اعتراضونه پیل شوي دي.

هغو ټاکنو کې نوموړی بریالی اعلان شو، خو مخالفین‌یې وایي، ټاکنې له درغلیو ډکې وې او نه‌یې مني.