حنیف اتمر ازبکستان کې پر سوداګرۍ، ترانزیټ، برېښنا او سوله خبرې کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په ازبکستان کې پر سوداګرۍ، ترانزیټ، برېښنا سوله او د همکاریو پر پراختیا خبرې کوي.

محمد حنیف اتمر په درې ورځني رسمي سفر د شنبې په ورځ تاشکند ښار ته ورسېد.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون ازادي راډیو ته وویل: "د سفر اصلي موخه د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا، د سیمې د نښلولو او اتصال په برخه کې، دغه‌راز د سوداګرۍ او نرانزیټ په برخه کې د همکاریو او اړیکو پراختیا ده."

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر پرون په ټویټر کې لیکلي چې په دې سفر کې به د ازبکستان له لوړ رتبه چارواکو سره د اقتصادي او تجارتي همکاریو ترڅنګ د سولې پر موضوع هم بحث وکړي.

د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ به په درې اړخیزه غونډه کې د رېل‌لارې د پلان پر تأیید هم بحث وشي.