بلخ کې د تښتول شوي ماشوم پرضد د ترکمنانو مظاهرې بیا پیل شوې

بلخ کې مظاهرې

په بلخ کې ګڼو ترکمنانو د یوه نهه کلن ماشوم د تښتول کېدو پر ضد بیا مظاهرې وکړې.

۶۵ ورځې مخکې سړیو تښتونکو د عبدالرووف په نوم دا ترکمن ماشوم تښتولی او چارواکو یې تر اوسه درک نه دی لګولی.

د مظاهرې یوه تنظیموونکي محمد کمال ګونېش ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې پنځلس ورځې مخکې د عبدالروف د قضیې مسوولیت د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په غاړه اخېستی، خو بیا هم کوم پرمختګ نه دی شوی.

هاخوا د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي وویل چې د سړي تښتونکو له منګولو د عبدالرووف د خوشې کولو هڅې روانې دي.

هغه وویل، تر اوسه پورې شل تنه مشکوک کسان د دې قضیې په تړاو نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې سړیو تښتونکو د وړوکي عبدالرووف له کورنۍ شااوخوا یو نیم میلیون ډالر غوښتي.