ځیني افغان هنرمندان: د هغې سولې ملاتړ کوو چې اساسي حقونه خوندي کړي 

له عبدالله عبدالله سره د ځینو هنرمندانو لیدنه

یو شمېر هنرمندان وايي، د هغې سولې ملاتړ کوي چې په هغې کې د افغانانو اساسي حقونه خوندي کېږي.

د اریانا سعید او وحید قاسمي په ګډون لسګونه هنرمندانو پرون (شنبه) د ملي مصالحې عالي شورا له رئيس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وویل چې د سولې د بریالیتوب لپاره د ټولنې د بېلابېلو پرګنو نظرونو او وړاندیزونو ته اړتیا ده.

د ملي مصالحې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې هنرمندان په ټولنه کې اغېز شیندونکي دي او د ټولنې په بدلون کې مهم رول لري.