ازبکستان به دوه ورځې وروسته (د سې شنبې په ورځ) د سیمهییز اتصال د پیاوړتیا او د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په هدف د افغان، پاکستاني او ازبکستاني چارواکو د درې اړخیزې غونډې کوربه دی.
د افغانستان لهخوا د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر په مشرۍ یو پلاوی پرون په دې غونډه کې د ګډون او ورسره تړلو نورو مسئلو په تړاو د بحث لپاره تاشکند ته ورسېد.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، غونډه کې به پر اقتصادي مسایلو سربېره د سیمهییزو اړیکو او همکاریو پر پراختیا هم خبرې وشي.
ازبکستان او افغانستان ۱۳۰ کیلو متره ګډه پوله لري او دواړه هېوادونه د یوازني ځمکني بندر (حیرتان) له لارې د سوداګرۍ او ترانزیټ چارې مخته وړي.
پاکستاني رسنیو ویلي، د دغه هېواد لهخوا د صدراعظم عمران خان د سوداګرۍ او پانګونې سلاکار عبدالرزاق داوود په مشرۍ یو پلاوی دې غونډه کې برخه اخلي.